عبدالله:

اجرایه ریاست به د صدارت په صلاحیتونو پنځه کاله دوام وکړي

6 میزان 1395 ساعت 16:45

د حکومت اجرائيه ریيس ډاکتر عبدالله وايي، رياست به یې د صدارت په صلاحيتونو سره تر پنځو کلونو دوام کوي.


د حکومت اجرائيه ریيس ډاکتر عبدالله وايي، رياست به یې د صدارت په صلاحيتونو سره تر پنځو کلونو دوام کوي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې ښاغلي عبدالله دغه څرګندونې نن د هېواد د علماوو د سرتاسري شورا له غړو سره په کتنه کې وکړې.
ده و وویل، چې د سیاسي هوکړې په هیڅ ځای کې نه دي راغلي، چې که په دوو کلونو کې لویه جرګه جوړه نه شي، نو د حکومت موده به پایته رسیږي.
دا په داسې حال کې ده چې د ملي يووالي حکومت د رامنځته کېدو د هوکړې نېټه پای ته رسېدلې او د حقوق پوهانو په وينا له دې وروسته د ملي يووالي حکومت مشروعيت نه لري.
د ملي يووالي حکومت سياسي هوکړه دوه کاله وړاندې د وږي په ديرشمه نېټه د امريکا د بهرنيو چارو وزير جان کري په منځګړيتوب د دوو ټاکنيزو ټيمونو تر منځ لاسليک شوه او پر اساس يې اوسنی حکومت رامنځته شو.
جمهورآژانس:کابل


کد مطلب: 85302

آدرس مطلب: https://www.jomhornews.com/fa/news/85302/

جمهور
  https://www.jomhornews.com