زاخېلوال:

افغانستان د ترهګرو تر منځ توپیر نه کوي

5 میزان 1395 ساعت 11:15

پاکستان کې افغان سفیر ډاکتر حضرت عمر زاخېلوال وايي، افغانستان د ترهګرو تر منځ توپیر نه کوي او هر مهال یې پاکستاني طالبان په نښه کړي.


پاکستان کې افغان سفیر ډاکتر حضرت عمر زاخېلوال وايي، افغانستان د ترهګرو تر منځ توپیر نه کوي او هر مهال یې پاکستاني طالبان په نښه کړي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې زاخېلوال دغه څرګندونې په پکتیکا ولایت کې د افغان ځواکونو له لوري د پاکستاني طالبانو د لوړو پوړو قوماندانانو په ګډون د القاعده شبکې د یو شمېر غړو وژل کېدو ته په اشارې سره کړي دي.
چارواکي وايي، افغان او امریکايي ځواکونو وړمه شپه د پکتیکا په برمل ولسوالۍ کې عملیات کړي، چې په ترڅ کې د اعظم طارق او دریو نورو پاکستاني لوړ پوړو طالب قوماندانو په ګډون د القاعده شبکې ۱۰ غړي وژلي دي.
په اسلام اباد کې د افغانستان سفیر حضرت عمر زاخېلوال وايي، د افغان ځواکونو له لوري د پاکستاني طالبانو وژل کېدل، څرګندوي چې افغانستان ترهګر پر ښو او بدو نه دي ویشلي.
هغه ویلي«د افغان ځواکونو له لوري دا ډول عملیات څرګندوي، چې افغانستان د ترهګرو تر منځ توپیر نه کوي او هیڅ وسله واله ډله د خپلو ګټو لپاره نه کاروي.»
زاخېلوال زیاته کړې دا لومړی ځل نه دی، بلکې له دې وړاندې هم په وار وار افغان او بهرنیو ځواکونو په افغانستان کې د پاکستان او سیمې ضد وسله وال په نښه کړي.
جمهورآژانس:کابل


کد مطلب: 85250

آدرس مطلب: https://www.jomhornews.com/fa/news/85250/

جمهور
  https://www.jomhornews.com