چارواکي وايي، په هلمند ولایت کې د یوې ترافیکي پېښې له امله د ښځو او ماشومانو په ګډون ۱۷ تنه ټپیان شوي دي.
هلمند کې د ترافیکي پېښې له امله ۱۷ تنه ټپیان شوي
5 میزان 1395 ساعت 10:54
چارواکي وايي، په هلمند ولایت کې د یوې ترافیکي پېښې له امله د ښځو او ماشومانو په ګډون ۱۷ تنه ټپیان شوي دي.
چارواکي وايي، په هلمند ولایت کې د یوې ترافیکي پېښې له امله د ښځو او ماشومانو په ګډون ۱۷ تنه ټپیان شوي دي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه پېښه تېره شپه اته بجې د هلمند- کندهار پر لویه لار د هلمند ولایت د ګرشک ولسوالۍ په میرزو سیمه کې رامنځ ته شوې ده.
د هلمند د والي ویاند په دغه پېښه کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۱۷ تنه ټپیان شوي، چې د ګرشک ولسوالۍ روغتون ته د درملنې په موخه لېږدول شوي دي.
ځواک زیاتوي، پېښه یوې کندې ته چې د طالبانو د ځای پر ځای شوي ماین په چاودنې کې کیندل شوې ده، د یوې سراچې او ټونس موټر د غورځېدو له امله رامنځ ته شوې.
دا په داسې حال کې ده، چې تېره ورځ د هېواد په شمال کې هم د یوې ترافیکي پېښې له امله څلور تنه وژل شوي او ۱۲ نور ټپیان شوي دي.
جمهورآژانس: هلمند
کد مطلب: 85246
آدرس مطلب: https://www.jomhornews.com/fa/news/85246/