د روسي سرتېرو یوه ډله د پوځي تمرینونو له پاره پاکستان ته تللې

3 میزان 1395 ساعت 8:28

د روسیې دفاع وازات وايي، د روسي سرتېرو یوه ۷۰ کسیزه ډله د ګډو پوځي تمرینونو له پاره پاکستان ته رسېدلې ده.


د روسیې دفاع وازات وايي، د روسي سرتېرو یوه ۷۰ کسیزه ډله د ګډو پوځي تمرینونو له پاره پاکستان ته رسېدلې ده.
د جمهور آژانس د خبر له مخې د روسیې د دفاع وزارت ویلي اسلام آباد ته د نظامي تمریناتو په موخه د روسي ځواکونو رسېدلي سرتېري د غرنۍ قطعې اړوند دي.
روسي چارواکو د دې کار موخه له ترهګرۍ سره په مبارزه کې لا پياوړتیا ښودلې ده او ویلي یې دي، چې دغه سرتېري نن اسلام آباد ته ورسېدل.
په ورته وخت کې د پاکستان د پوځ مطبوعاتي مسوول عاصم باجوه هم پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي چې د روسي سرتېرو ۷۰ کسیزه ډله نن پاکستان ته رسېدلې ده.
عاصم باجوه بیا ویلي چې په دې کار غواړي له روسیې سره یې نظامي اړیکې نورې هم پراخې شي.
باید وویل شي، چې له ۱۹۴۷م کال وروسته دا لومړی ځل دی چې د روسي ځواکونو سرتیري پاکستان ته ځي.
د پاکستان او روسیې د سرتیرو نظامي مانورونه د هند او روسیې له نظامي مانورونو سره یو ځای پیل شوي دي.
جمهورآژانس:کابل


کد مطلب: 85153

آدرس مطلب: https://www.jomhornews.com/fa/news/85153/

جمهور
  https://www.jomhornews.com