نېکولسن وايي، افغان ځواکونه لا هم پياوړي دي

3 میزان 1395 ساعت 7:33

په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو عمومي قومندان جنرال جان نېکولسن د افغان ځواکونو د تلفاتو په اړه اندېښنه څګنده کړې خو وايي دغه ځواکونه لا هم پیاوړي دي.


په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو عمومي قومندان جنرال جان نېکولسن د افغان ځواکونو د تلفاتو په اړه اندېښنه څګنده کړې خو وايي دغه ځواکونه لا هم پیاوړي دي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې نېکولسن تېره ورځ په خپلو خبرو کې ویلي چې د افغان ځواکونو په لیکو کې تلفات ډیر شوي دي چې ډېری تلفات پولیسو ته اوړي.
نوموړي زیاته کړې، چې د افغان ځواکونو په لیکو کې د تلفاتو د ډېرېدو یو لامل ناسم مدیریت او په پوستو کې د اړتیا وړ وسلو او مهماتو نشتوالی دی.
ده تمه وښوده، چې د تداراکاتي سیستم پر اصلاح او سالم مدیریت کولی شي دا زیانونه را ټيټ کړي.
د هغه په وینا سره له دې چې په ۲۰۱۵ او روان ۲۰۱۶ کال کې د افغان ځواکونو تلفات ډیر و خو دوی بیا هم په خپلو چارو کې بریالي دي.
د بهرنیو ځواکونو دغه عمومي قوماندان زیاتوي، چې دمګړی په افغانستان کې ۸۰ سلنه عملیات افغان ځواکونه تر سره کوي او امریکايي ځواکونو یوازې د مشورې او معلوماتو وروکلو په برخه کې له دوی سره مرسته کوي.
نېکولسن زیاته کړې چې طالبان د هېواد په لس سلنه خاوره حاکمیت لري او په ۲۰ سلنه نوره خاوره له افغان ځواکونو سره په جګړه کې دي.
جمهورآژانس:کابل


کد مطلب: 85148

آدرس مطلب: https://www.jomhornews.com/fa/news/85148/

جمهور
  https://www.jomhornews.com