د حکومت او حزب اسلامي ترمنځ د سولې تړون لاسلیک شو

1 میزان 1395 ساعت 11:29

د افغان حکومت د استازو او د اسلامي حزب د مرکچي پلاوي د استازو تر منځ د سولې موافقه لیک لاسلیک شو.


د افغان حکومت د استازو او د اسلامي حزب د مرکچي پلاوي د استازو تر منځ د سولې موافقه لیک  لاسلیک شو.
د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه تړون نن په کابل کې د سولې عالي شورا په دفتر کې د دواړ خوا تر منځ لاسلیک شو، چې د سولې عالي شورا، او یو شمېر نور ګڼ لوړ پوړو چارواکو، د ولسي جرګې غړو او د اسلامي حزب پلویانو په کې برخه اخیستې وه.
د افغان حکومت له لوري دغه تړون د ملي امنیت د سلاکار محمد حنیف اتمر او د اسلامي حزب له خوا د مرکچي پلاوړي د مشر محمد امین کریم او د سولې د عالي شورا د مشر پیر سید احمد ګیلاني له خوا لاسلیک شو.
د تړون له لاسلیک وروستته د سولې عالې شورا د مرسیتالې حبیبه سرابي له خوا ګډه اعلامیه ولوستل شوه، چې په یوه ماده کې یې راغلي و، چې دغه توافق لیک به د ولسمشر غني د اسلامي حزب د مشر ګلبدین حکمتیار تر لاسلیک وروسته نافذه شي.
تر دې وروسته د سولې عالي شورا مشر پیر سید احمد ګیلاني په خپلو خبرو کې د اسلامي حزب له مشر حکمتیار څخه مننه وکړه، چې له جګړې یې لاس واخیست او د سولې لار یې خپله کړه.
نوموړي ولس ته د دغه بریا د مبارکۍ تر څنګ له ټولو وسله والو ډلو وغوښتل، چې له جګړې لاس په سر او د سولې او مذاکراتو لار خپل کړي.
د سولې عالي شورا مشر وویل دی ډاډ دی، چې دغه تړون به په افغانستان کې د تل پاتې سولې او ثبات پیلامه وي.
دغه راز د اسلامي حزب د مرکچي پلاوي مشر محمد کریم امین په خپلو خبرو کې وویل، خوښ دی، چې د حکومت او اسلامي حزب تر منځ د سولې تړون لاسلیک شو.
د خبر جزیات به وروسته په لیکه شي.
جمهور آژانس:کابل


کد مطلب: 85109

آدرس مطلب: https://www.jomhornews.com/fa/news/85109/

جمهور
  https://www.jomhornews.com