د ننګرهار له مرکزي زندانه ۱۴ بندیان خوشې شوي

31 سنبله 1395 ساعت 12:01

د ولسمشر محمد اشرف غني د ځانګړي فرمان له مخې د ننګرهار ولایت له مرکزي زندان څخه ۱۴ تنه بندیان خوشي شوي دي.


د ولسمشر محمد اشرف غني د ځانګړي فرمان له مخې د ننګرهار ولایت له مرکزي زندان څخه ۱۴ تنه بندیان خوشي شوي دي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې د ننګرهار ولایت مقام په یوه خبرپاڼه کې وايي، دغه زندانیان د کوچیني اختر په مناسبت د ولسمشر د ځانګړي فرمان په اساس تېره ورځ خوشي شوي.
سرچینه زیاتوي، چې په خوشي شویو زندانیانو کې یوه مېرمن هم شامله ده.
خبرپاڼه کې راغلي، چې د ننګرهار له زندان څخه د ولسمشر په امر ۱۰۰ نورې دوسیې مرکز ته لېږل شوي او ډېر ژر به یاد نور بندیان هم خوشې شي.
د يادونې ده، چې اوس مهال د ننګرهار محبس کې د ۳۰ ښځو په ګډون ۱۵۱۰ کسان بنديان دي.
جمهورآژانس:ننګرهار


کد مطلب: 85045

آدرس مطلب: https://www.jomhornews.com/fa/news/85045/

جمهور
  https://www.jomhornews.com