جرمني سرتېري تر اوږدې مودې په افغانستان کې پاتې کېږي

28 سنبله 1395 ساعت 14:18

جرمني وايي، سرتېري به یې تر اوږدې مودې په افغانستان کې پاتې وي او تر هغو به راستانه نه شي، تر څو په دغه هېواد کې وضعیت نه وي ښه شوی.


جرمني وايي، سرتېري به یې تر اوږدې مودې په افغانستان کې پاتې وي او تر هغو به راستانه نه شي، تر څو په دغه هېواد کې وضعیت نه وي ښه شوی.
د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه څرګندونې د جرمني د دفاع وزیر اورزولا فون دیرلاین له فونکه ورځپاڼې سره په مرکه کې کړې دي.
نوموړي ویلي، سرتیري یې افغانستان ته یوازې نه دي تللي او تر هغو چې د دغه هېواد وضعیت نه وي ښه شوی یوازې به هم ترې راستانه نه شي.
د هغه په وینا د دوی سرتیري په افغانستان کې اوږدمهاله ماموریت ته چمتو کړای شوي دي او غواړي د ناټو د نورو غړو هېوادونو له عسکرو سره په ګډه تر اوږدې مودې دغه هېواد کې پاتې شي.
جمهورآژانس:کابل


کد مطلب: 84950

آدرس مطلب: https://www.jomhornews.com/fa/news/84950/

جمهور
  https://www.jomhornews.com