ولسمشر راتلونکې اوونۍ هند ته ځي

18 سنبله 1395 ساعت 10:26

ټاکل شوې افغان ولسمشر محمد اشرف غني د نورو مرستو د جلب په خاطر راتلونکې اوونۍ هند ته په یوه رسمي سفر ولاړ شي.


ټاکل شوې افغان ولسمشر محمد اشرف غني د نورو مرستو د جلب په خاطر راتلونکې اوونۍ هند ته په یوه رسمي سفر ولاړ شي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې د ولسمشر ویاند هارون چخانسوري په دې سفر کې به د هغو ټولو پروژو په اړه هم خبرې وشي چې اوسمهال په افغانستان کې د هند په مرسته روانې دي.
دا په داسې حال کې ده، چې هندي رسنیو څو ورځې وړاندې خبر ورکړ، چې ښايي د روانې میلادي میاشتې په جریان کې افغان ولسمشر هند ته ورشي.
هندي رسنیو دا هم ویلي و، چې ښايي د دغه سفر پر مهال له افغان پوخ سره د پوځي وسایلو مرسته وشي.
په ورته وخت کې په هند کې افغان سفیر شیدا محمد ابدالي هم ویلي و، چې هند له افغانستان سره د الوتکو او نورو پوځي وسایلو په برخه کې مرستو ته تیار دی او د ولسمشر د سفر په لړ کې به په دې موضوعاتو نورې خبرې هم وشي.
جمهورآژانس:کابل


کد مطلب: 84709

آدرس مطلب: https://www.jomhornews.com/fa/news/84709/

جمهور
  https://www.jomhornews.com