راحیل شریف وايي افغانستان کې سوله د پاکستان په ګټه ده

17 سنبله 1395 ساعت 8:27

د پاکستان د پوځ لوی درستیز جنرال راحیل شریف وایي، په افغانستان کې سوله او ټیکاو د پاکستان په ګټه دی، خو ځینې کړۍ د پاکستان د کوښښونو پر وړاندې خنډونه جوړوي.


د پاکستان د پوځ لوی درستیز جنرال راحیل شریف وایي، په افغانستان کې سوله او ټیکاو د پاکستان په ګټه دی، خو ځینې کړۍ د پاکستان د کوښښونو پر وړاندې خنډونه جوړوي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې شریف دغه څرګندونې تېره ورځ د پاکستان د دفاع د ورځې په مناسبت غونډه کې وکړې.
نوموړي وویل، چې پاکستان د افغانستان د سولې له پاره په ښه نیت خپل رول لوبوي خو په وینا یې ځینې کسان او کړۍ د خپلو شخصي ګټو له پاره د پاکستان د دغه کوښښونو پر وړاندې خندونه جوړوي.
که څه هم نوموړي د کوم شخص یا کړۍ نوم وانخیست خو ویې ویل« زه داسی کړیو ته ویل غواړم چې افغانستان زمونږ گاونډي او اسلامي ورور ملک دی. د پاکستان سوله د افغانستان په سوله او ثبات پورې اړه لري.»
که څه هم پاکستاني چارواکو په وار وار ویلي، چې دوی د افغانستان د سولې په برخه کې صادق دي او په دې لار کې په ښه نیت رول لوبوي، خو افغان حکومت او ګڼ افغانان په افغانستان کې د ډېرو ستونزو مورینه پاکستان په تېره بیا د دغه هېواد پوځي او استخباراتي اداره بولي.
جمهورآژانس:کابل


کد مطلب: 84650

آدرس مطلب: https://www.jomhornews.com/fa/news/84650/

جمهور
  https://www.jomhornews.com