وردګو کې د ښوونځي ۱۵ زده کوونکو ته مرګ ژوبله اوښتې

16 سنبله 1395 ساعت 16:06

د پوهنې سیمه ییز چارواکي وايي، په میدان وردګو ولایت کې د یوه ښوونځي تر څنګ د چاودنې له امله د ښوونځي ۱۵ زده کوونکو ته مرګ ژوبله اوښتې.


د پوهنې سیمه ییز چارواکي وايي، په میدان وردګو ولایت کې د یوه ښوونځي تر څنګ د چاودنې له امله د ښوونځي ۱۵ زده کوونکو ته مرګ ژوبله اوښتې.
د جمهورآژانس د خبر له مخې دغه چاودنه تېره ورځ د میدان وردګو ولایت د جغتو ولسوالۍ د کمکي اریاب په کلي کې رامنځ ته شوې.
د کمکي ارياب کلي د ښوونځي سرښوونکی رحمت الله وايي د ښوونځي تر څنګ د يوې زړې سرګلولې له امله رامنځته شوې وه.
نوموړي ویلي، چې په دغه چاودنه کې دوه زده کوونکي ماشومان وژل شوي او ۱۳ نور ټپیان شوي، چې عمرونه یې تر ۱۴ کلونو کم وو.
د نوموړي په وينا، ټپيان د سيد اباد، ميدانښار او د کابل ايمرجنسي روغتونونو ته وړل شوي دي.
جمهورآژانس:میدان وردګ


کد مطلب: 84628

آدرس مطلب: https://www.jomhornews.com/fa/news/84628/

جمهور
  https://www.jomhornews.com