د ننګرهار کانال ۲۳۶۱ جرېبه ځمکه له غاصبینو راخلاصه شوه

16 سنبله 1395 ساعت 15:47

چارواکي وایي، امنیتي ځواکونو د ننګرهار ولایت د کانال ریاست ۲۳۶۱ جرېبه دولتي ځمکه د عاصبینو له منګولو راخلاصه کړه.


چارواکي وایي، امنیتي ځواکونو د ننګرهار ولایت د کانال ریاست ۲۳۶۱ جرېبه دولتي ځمکه د عاصبینو له منګولو راخلاصه کړه.
د جمهور آژانس د خبر له مخې د ننګرهار ولایت نه خپره خبرپاڼه کې راغلي، چې د کانال ریاست ۲۵ هکتاره ځمکه د عمر فاروق په نوم یو کس ته په اجاره ورکړل شوې وه، چې دغه شخص د قرارداد خلاف رهایسې یا د اوسېدو نمرې کړې وه.
سرچینه وایي، امنیتي ځواکونو د کانال ریاست په همکارۍ او مرسته دغه ځمکه بېرته له غاضبینو را خلاصه کړه.
په خبرپاڼه کې راغلي، چې دوى په روان کال کې د ولسمشر په امر تراوسه پورې په بېلابېلو سيمو کې ۲۳۶۱ جريبه ځمکه د غاصبينو له منګولو راخلاصه کړې او ۵۲ تنه يې عدلي او قضايي ارګانونو ته سپارلي دي.
جمهورآژانس:ننګرهار


کد مطلب: 84627

آدرس مطلب: https://www.jomhornews.com/fa/news/84627/

جمهور
  https://www.jomhornews.com