خوست کې د ازبک او پنجابيانو ګډون ۲۹ وسله وال وژل شوي

16 سنبله 1395 ساعت 15:01

چارواکي وایي، په خوست ولایت کې د بهرنیو ځواکونو د بې پیلوټه الوتکې په برید کې د ازبک او پنجابیانو په ګډون ۲۹ وسله وال مخالفین وژل شوي دي.


چارواکي وایي، په خوست ولایت کې د بهرنیو ځواکونو د بې پیلوټه الوتکې په برید کې د ازبک او پنجابیانو په ګډون ۲۹ وسله وال مخالفین وژل شوي دي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې د خوست سیمه ییز چارواکي زیاتوي، چې دغه برید تېره شپه د د خوست د سپېرې ولسوالۍ اړوند د هوتخېلو په سپین کوتل سیمه کې کړی دی.
د سپرې ولسوال محمد عظیم وايي برید د وسله والو پر دریو موټر شوی، چې په ترڅ کې یې ۲۹ وسله وال مخالفین وژل شوي دي.
نوموړي زیاته کړه، چې په وژل شویو وسله والو کې اربک او پنجابیان هم شامل دي او د هغوی موټر په بشپړه توګه له منځه وړل شوي دي.
دا په داسې حال کې ده، چې وړمه ورځ هم په خوست کې د بې پیلوټه الوتکې په برید کې ۹ بهرني جنګیالي وژل شوي وو.
جمهورآژانس:خوست


کد مطلب: 84622

آدرس مطلب: https://www.jomhornews.com/fa/news/84622/

جمهور
  https://www.jomhornews.com