خوست کې ۹ تنه بهرني وسله وال وژل شوي

14 سنبله 1395 ساعت 13:03

سیمه ییز چارواکي وايي، په خوست ولایت کې د بهرنیو ځواکونو د بې پیلوټه الوتکې په برید کې ۹ تنه بهرني وسله وال وژل شوي دي.


سیمه ییز چارواکي وايي، په خوست ولایت کې د بهرنیو ځواکونو د بې پیلوټه الوتکې په برید کې ۹ تنه بهرني وسله وال وژل شوي دي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې پېښه نن د خوست ولایت د سپرې ولسوالۍ په غوره سیمه کې رامنځ ته شوې ده.
د سپېرې ولسوالۍ ولسوال محمد عظیم وايي، دغه بهرنیو وسله والو په یوه موټر له یوې سیمې بلې ته سفر کاوه، چې د بې پیلوټه الوتکې تر برید لاندې راغلل.
نوموړي زیاته کړې، چې په برید کې ۹ واړه وسله وال چې ټول بهرني وګړي دي وژل شوي، خو دا چې د کوم هېواد دي په دې اړه یې څه نه دي ویلي.
ولسوال وايي په دغه پېښه کې یو وسله وال ټپي شوی هم دی.
جمهورآژانس:خوست


کد مطلب: 84506

آدرس مطلب: https://www.jomhornews.com/fa/news/84506/

جمهور
  https://www.jomhornews.com