چارواکي وايي د سپین بولدک - چمن لار بېرته پرانیستل شوه

11 سنبله 1395 ساعت 9:10

په سپین بولدک کې امنیتي چارواکي وايي چې پاکستان د سپین بولدک – چمن لاره بېرته پرانیسته.


په سپین بولدک کې امنیتي چارواکي وايي چې پاکستان د سپین بولدک – چمن لاره بېرته پرانیسته.
د جمهور آژانس د خبر له مخې پاکستاني سرحدي چارواکي تېره ورځ ویلي و، چې چمن – سپین بولدک ترانزیټي لار له دوه اونیو بندېدو وروسته نن پرانیزي.
د دې لارې د بندېدو له کبله افغان سوداګرو د ملیونونو ډالرو مېوې او نور خوراکي مواد ضایع شول.
پاکستان وروسته له دې د سپین بولدک-چمن لارې د پرانستلو پرېکړه وکړه چې هند له مالیې پرته د هوا له لارې د افغان میوو د لېږدولو ټټر و واهه.
د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه لار وروسته له هغې وتړله، چې یو شمېر قهرېدلو لاریون کوونکو د افغانستان د خپلواکۍ بیا ګټلو په ورځ وېش کې د پاکستان بیرغ ته اور ورته کړ.
باید وویل شي پاکستان سرحدي ملېشه ځواک وايي د سپین بولدک – چمن لار به، چې د اګست په ۱۸ مه بنده شوې وه، نن له ۱۴ ورځو تړل کېدو وروسته پرانستل شي.
جمهورآژانس:کابل


کد مطلب: 84410

آدرس مطلب: https://www.jomhornews.com/fa/news/84410/

جمهور
  https://www.jomhornews.com