د ننګرهار چارواکو ته د وسله والو د ځپلو په موخه تازه سپارښتنې شوې

10 سنبله 1395 ساعت 10:39

د ننګرهار چارواکي وايي، مرکزي حکومت ورته په دغه ولایت کې د وسله والو د ځپلو په موخه تازه سپارښتنې کړې دي.


د ننګرهار چارواکي وايي، مرکزي حکومت ورته په دغه ولایت کې د وسله والو د ځپلو په موخه تازه سپارښتنې کړې دي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼی زیاتوي، چې مرکزي حکومت د ننګرهار چارواکو ته امر کړي، چې د وسله والو مخالفینو پر وړاندې هوايي بریدونه او ځانګړي عملیات پراخ کړي.
نوموړي زیاته کړه، چې دغه سپارښتنې د ملي امنیت شورا سلاکار محمد حنیف اتمر د یوه ویډیويي کنفرانس له لارې ننګرهار والي ته کړې دي.
دی وايي ښاغلي اتمر د ننګرهار والي او امنيتي منسوبينو ته وویل، چې په دې ولایت کې د داعش او طالبانو د له منځه وړلو په موخه له هر ډول امکاناتو کار واخلي.
نوموړی زیاتوي، په دې وېډيويي کنفرانس کې امنيتي مسؤلینو د خپلو اړتياو پوره کولو لپاره ځينې وړاندیزونه هم له مرکزي مشرانو سره شریک کړل.
که څه هم وړاندې افغان ځواکونو د دې ولایت په ځینو سیمو کې عملیات وکړل او وسله والو ته یې د درندې مرګ ژوبلې اړولو او د ځینو سیمو د پاکوالو راپورونه ورکړل، خو په دې وروستیو کې داسې راپورونه خپاره شول، چې ګڼې افغان ځواکونو چاڼ کړې سیمې بېرته پرېښې او داعش وسله وال بیا په کې ځای پر ځای شوي.
خو هغه مهال د ننګرهار چارواکو په ځانګړي ډول پوځي چارواکو د ځینو سیمو پرېرېښودل تاکتیکي شاه تګ وباله او ټینګار یې وکړ، چې د وسله والو پر وړاندې به بیا عملیات پیل کړي.
جمهورآژانس:ننګرهار


کد مطلب: 84362

آدرس مطلب: https://www.jomhornews.com/fa/news/84362/

جمهور
  https://www.jomhornews.com