۲.۷ مېلیونه افغانان له خوار ځواکۍ سره مخ دي

9 سنبله 1395 ساعت 8:14

ملګرو ملتونو په یوه تازه راپور کې ویلي،،۲ ملیونه او ۷ لکه افغانان له خوارځواکۍ سره مخامخ دي، چې ډېری یې ماشومان دي.


ملګرو ملتونو په یوه تازه راپور کې ویلي،،۲ ملیونه او ۷ لکه افغانان له خوارځواکۍ سره مخامخ دي، چې ډېری یې ماشومان دي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې د ملګروملتو د بشري چارو د همږغۍ دفتر تېره ورځ خپور کړی دی.
په راپور کې راغلي، چې د دغو کسانو په منځ کې یو ملیون تر ۵ کلونو کشر ماشومان دي او له دې کبله د راز راز ناروغیو له خطر سره مخامخ دي.
راپور وایي، په هرو زرو زېږېدلو ماشومانو کې ۵۵ تر ۵ کلنۍ وړاندې مري او د دغو ۵۵ ماشومانو په سلو کې ۸۲ تر یو کلنۍ مخکې مړه کېږي.
په یاد راپور کې ویل شوي ، چې خوارځواکي د بې ځایه شویو کورنیو په غړو کې زیاته ده او د جګړې د دوام له کبله دا ستونزه مخ پر ډېرېدو ده.
په ورته وخت په راپور کې دا هم ویل شوي، چې د سږ کال په لومړیو ۶ میاشتو کې ۳۸۸ ماشومان د افغان امنیتي ځواکونو او وسله والو تر منځ په نښتو کې وژل شوي دي.
جمهورآژانس:کابل


کد مطلب: 84307

آدرس مطلب: https://www.jomhornews.com/fa/news/84307/

جمهور
  https://www.jomhornews.com