ننګرهار کې ۱۱۳ تنه وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې

8 سنبله 1395 ساعت 15:31

د ننګرهار چارواکي په دغه ولایت کې د ۱۱۳ تنو وسله والو طالبانو د مرګ ژوبلې خبر ورکوي، خو طالبانو دغه خبر رد کړی دی.


د ننګرهار چارواکي په دغه ولایت کې د ۱۱۳ تنو وسله والو طالبانو د مرګ ژوبلې خبر ورکوي، خو طالبانو دغه خبر رد کړی دی.
د جمهور آژانس د خبر له مخې چارواکي زیاتوي، چې دغه مرګ ژوبله تېره شپه او نن سهار د ننګرهار په چپرهار ولسوالۍ کې وسله والو مخالفینو ته اوښتې.
د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼی وايي، افغان ځواکونو د چپرهار ولسوالۍ په سپين جومات، څپرې او شين کندې په سيمو کې ځمکني او هوايي بریدونه تر سره کړي.
نوموړي زیاته کړه، چې په دغه عملیاتو کې ۷۶ وسله وال طالبان وژل شوي او ۳۷ تنه نور یې ټپیان شوي دي.
د والي ویاند زیاتوي، چې په دې عملیاتو کې د وسله والو ګڼ شمېر وسلې او مهمات هم له منځه وړل شوي او ولسي وګړو او امنیتي ځواکونو ته هېڅ ډول زیان نه دی اوښتی.
بل خوا طالبانو په یاده سیمه کې د جګړې پخلی کړی خو د خپلو پنځو ملګرو د وژل کېدو او درې نورو د تپي کېدو خبره یې منلې ده.
طالب ویاند ذبیح الله مجاهد وايي د سپين جومات په سیمه کې د طالبانو په ځوابیه برید کې ۲۰ کورنيو او بهرنیو سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
په ورته وخت کې د ننګرهار د ولایتي شورا غړی ذبیح الله زمري او د سیمې اوسېدونکي ویلي، چې وسله وال د یادې سیمې په یوه جومات کې راټول شوي و، چې بمبار پرې شوی دی.
زمري ویلي، چې په دغه بمبار کې ګڼ شمېر وسله وال وژل شوي او جومات هم شهید شوی دی، خو د والي ویاند د جومات شهېدېدل رد کړي دي.
جمهورآژانس:ننګرهار


کد مطلب: 84296

آدرس مطلب: https://www.jomhornews.com/fa/news/84296/

جمهور
  https://www.jomhornews.com