هلمند کې ۴۸ طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې

6 سنبله 1395 ساعت 13:39

په سویل لوېدیځ کې د افغان پوځ چارواکي وايي، هلمند ولایت کې د افغان ځواکونو د عملیاتو او هوايي بریدونو پر مهال ۴۸ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې.


په سویل لوېدیځ کې د افغان پوځ چارواکي وايي، هلمند ولایت کې د افغان ځواکونو د عملیاتو او هوايي بریدونو پر مهال ۴۸ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې.
د جمهور آژانس د خبر له مخې په هلمند کې له ۲۱۵ میوند قل اردو څخه خپره شوې خبرپانه کې راغلي، چې دغه مرګ ژوبله په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د هلمند په نادعلي او ګرشک ولسوالیو کې اوښتې ده.
سرچینه زیاتوي، چې افغان ځواکونو په نادعلي ولسوالۍ کې د عملیاتو پر مهال ۴۰ وسله وال وژل شوي او ۱۷۴ کړۍ ماینونه کشف او د وسلو او ماینونو یوه زېرمه له منځه وړل شوې ده.
دغه راز په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې په ګرشک ولسوالۍ کې د عملیاتو پر مهال ۵ وسله وال طالبان وژل شوي او ۳ نور ټپیان شوي دي.
خبرپاڼه وايي، په دې ولسوالۍ کې هم ۱۴ کړۍ ماینونه کشف او شنډ کړای شوي دي.
طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
جمهورآژانس:هلمند


کد مطلب: 84192

آدرس مطلب: https://www.jomhornews.com/fa/news/84192/

جمهور
  https://www.jomhornews.com