پر افغان امریکايي پوهنتون په برید کې ۱۳ تنه وژل شوي

4 سنبله 1395 ساعت 10:04

د کابل امنیه قوماندان پاسوال عبدالرحمن رحیمي وايي، پر افغان امریکايي پوهنتون په ډلیز وسله وال ځانمرګي برید کې ۵۲ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده، چې ډېری یې محصلین دي.


د کابل امنیه قوماندان پاسوال عبدالرحمن رحیمي وايي، پر افغان امریکايي پوهنتون په ډلیز وسله وال ځانمرګي برید کې ۵۲ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده، چې ډېری یې محصلین دي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې پلازمېنه کابل کې پر افغان امریکایي پوهنتون دغه دلیز برید تېر ماښام شاوخوا ۷ بجې پیل شو.
لومړی يوه ځانمرګي بريد ګر د پوهنتون له دېوال سره چاودنه وکړه او وروسته نور وسله وال د پوهنتون ودانۍ ته دننه شول.
د کابل د ١٠١ اسمايي زون قوماندان پاسوال عبدالرحمن رحيمي وايي، تر چاودنې وروسته دوه تنه نور بريدګر پوهنتون ته ننوتل اوله امنيتي ځواکونو سره يې جګړه پيل کړه.
نوموړی وایي، په دغه لس ساعته جګړه کې د اوو محصلينو په ګډون ١٣ تنه وژل شول او ۹ نور ټپیان شوي دي.
نوموړي زیاته کړه، چې په وژل شویو کسانو کې درې تنه يې پوليس او دوه يې د پوهنتون ساتونکي دي او په ټپیانو کې دېری محصلین دي.
د هغه د معلوماتو له مخې په وژل شويو کسانو کې د نابينايانو د لېسې يو ساتونکى او دوه مېرمنې هم شاملې دي او ډېرى محصلين د ښيښو د ماتېدو له امله ټپي شوي دي.
دا په داسې حال کې ده، چې تېره مياشت ددغه پوهنتون دوه بهرني استادان هم د نامعلومو کسانو لخوا تښتول شوي دي.
تر اوسه ددې بريد مسووليت چا په غاړه نه دى اخيستى.
جمهورآژانس:کابل


کد مطلب: 84119

آدرس مطلب: https://www.jomhornews.com/fa/news/84119/

جمهور
  https://www.jomhornews.com