ملګري ملتونه:

د افغانستان نشه يي توکي د پاکستان د کراچۍ له لارې قاچاق کېږي

4 سنبله 1395 ساعت 9:07

ملګري ملتونه وايي، د افغانستان نشه يي توکي د۴۳ سلنه پاکستان د کراچۍ له لارې قاچاق کېږي.


ملګري ملتونه وايي، د افغانستان نشه يي توکي د۴۳ سلنه پاکستان د کراچۍ له لارې قاچاق کېږي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه څرګندونې په اسلام اباد کې له نشه يي توکو سره د ملګرو ملتونو د مبارزې د ادارې استازي سیزر ګوویدز تېره ورځ کړې دي.
ګوویدز زیاتوِ، چې د افغانستان ۴۳ په سلو کې نشه يي توکي د کراچۍ له لارې قاچاق کیږي.
سیزر ګوویدز ویلي، پاکستان نورې نړۍ ته د افغانستان د نشه يي توکو د ټرانزيټ اصلي مسیر دی.
نشه يي توکي یو له هغه لویو ستونزو څخه دی، چې افغانستان ورسره لاس او ګرېوان دی.
څو ورځې وړاندې د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې وزارت چارواکو وویل، چې په هېواد کې روانو ناامنیو د دغه توکو پر وړاندې مبارزه ټکی کړې ده.
دوی په دې برخه کې د نړیوالې همکارۍ غوښتنه وکړه تر څو په افغانستان کې د نشه يي توکو د کر او تولید د مخنیوي په برخه کې مرسته وکړي.
که څه هم نړیوالې ټولنې په دې برخه کې زیاتې مرستې کړې خو ویل کېږي، دغه مرستې پر ځای نه دي لګېدلې او د دې پر ځای چې نشه يي توکي کم شي، زیات شوي دي.
جمهورآژانس:کابل


کد مطلب: 84114

آدرس مطلب: https://www.jomhornews.com/fa/news/84114/

جمهور
  https://www.jomhornews.com