بګرام کې پر بهرنیو ځواکونو ځانمرګی برید شوی

2 سنبله 1395 ساعت 8:11

سیمه ییز چارواکي وايي، په پروان ولایت کې د بهرنیو ځواکونو په موټریز کاروان ځانمرګی برید شوی، چې له امله یې درې افغان پولیس ټپیان شوي دي.


سیمه ییز چارواکي وايي، په پروان ولایت کې د بهرنیو ځواکونو په موټریز کاروان ځانمرګی برید شوی، چې له امله یې درې افغان پولیس ټپیان شوي دي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې تېره ورځ مازیګر مهال شاوخوا شپږ بجې د پروان ولایت د بګرام ولسوالۍ په قلعه نصرو سیمه کې رامنځ ته شوې.
د بګرام ولسوال عبدالشکور قدوس وايي، یو ځانمرګي برید کوونکي له چاودېدوکو توکو ډک موټر د بهرنیو ځواکونو له کاروان سره جنګولی او چاودنه یې کړې.
نوموړي زیاته کړه، په دغه برید کې درې افغان پولیس چې له کاروان سره مله و، ټپیان شوي، خو بهرنیو ځواکونو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.
ولسوال وايي، په برید کې د بهرنیو ځواکونو یو ټانګ هم زیانمن شوی خو بهرنیو ځواکونو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
طالبانو د دې برید مسؤولیت په غاړه اخیستی او طالب ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي په برید کې یې ۱۲ امریکايي او ۵ افغان سرتېري وژلي دي.
جمهورآژانس:پروان


کد مطلب: 84016

آدرس مطلب: https://www.jomhornews.com/fa/news/84016/

جمهور
  https://www.jomhornews.com