غزني کې ماین چاودنې درې ولسي وګړو ته مرګ ژوبله واړوله

31 اسد 1395 ساعت 16:44

د غزني ولایت په اندړو ولسوالۍ کې د ماين د چاودنې له امله دوه ملکي کسان وژل شوي او يو بل ټپى دى.


د غزني ولایت په اندړو ولسوالۍ کې د ماين د چاودنې له امله دوه ملکي کسان وژل شوي او يو بل ټپى دى.
د غزني د اندړو ولسوال محمد قاسم ديسي وال وايی، دغه پېښه نن له غرمې وروسته شاوخوا دوه نيمې بجې د دې ولسوالۍ د کنصف په سيمه کې رامنځ ته شوې.
نوموړي زیاته کړه، چې چاودنه د ولسي وګړو په سراچه موټر شوې، چې له امله یې دوه ملکي وګړي وژل شوي او یو بل ټپي شوی دی.
په ورته وخت کې د غزني د ملکي روغتون ډاکتر وايي دوی ته د پېښې له ځای څخه یو تن ټپي وروړل شوی دی.
دیسوال وايي، دغه ماين د وسله والو طالبانو له لوري ځاى پر ځاى شوى و، خو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
جمهورآژانس:غزني


کد مطلب: 83955

آدرس مطلب: https://www.jomhornews.com/fa/news/83955/

جمهور
  https://www.jomhornews.com