په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۶۱ وسله وال وژل شوي

19 اسد 1395 ساعت 13:24

چارواکي وایي، د هېواد په بېلا بېلو برخو کې د عملیاتو او جګړې پر مهال ۱۱۴ تنو وسله والو مخالفینو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.


چارواکي وایي، د هېواد په بېلا بېلو برخو کې د عملیاتو او جګړې پر مهال ۱۱۴ تنو وسله والو مخالفینو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د جمهور آژانس د خبر له مخې یاد وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، دغه مرګ ژوبله په تېرو ۲۴ ساعتونو کې رامنځ ته شوې.
سرچینه وایي، افغان امنیتي ځواکونو په ننګرهار، غزني، پکتیا، پکتیکا، کندهار، اروزګان، فراه، بغلان، تخار، جوزجان، کندوز بدخشان او هلمند ولایت کې عملیات تر سره کړي.
د خبرپاڼې د معلوماتو له مخې په دې عملیاتو کې ۶۱ تنه وسله وال وژل شوي او د ۱۳ داعشیانو په ګډون ۵۳ وسله وال طالبان ټپیان شوي دي.
خبرپاڼه دا هم وايي، چې د جګړو پر مهال د ملي اردو لس سرتېري هم وژل شوي دي.
خو وسله والو مخالفینو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
جمهورآژانس:کابل


کد مطلب: 83439

آدرس مطلب: https://www.jomhornews.com/fa/news/83439/

جمهور
  https://www.jomhornews.com