امریکا وایي طالبان د سولې له خبرو پرته بله چاره نه لري

19 اسد 1395 ساعت 12:03

امریکا وايي وسله وال طالبان پرته له دې چې د افغان حکومت سره د سولې خبرې اترې وکړي او سولې ته راوګرځي بله چاره نه لري.


امریکا وايي وسله وال طالبان پرته له دې چې د افغان حکومت سره د سولې خبرې اترې وکړي او سولې ته راوګرځي بله چاره نه لري.
د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه څرګندونې د امریکا د بهرینو چارو وزارت ویاند الیزابټ ټروډیو په یوه خبري غونده کې کړې دي.
نوموړي پر طالبانو غږ کړی، چې د خپلو افغانانو پر وړاندې له جګړې لاس واخلي او په هېواد کې بې ثباتۍ ته د پای ټکی کېږي.
هغه ویلي، طالبان پرته له دې چې د یوې سوله ییزې لارې د افغانستان سیاست ته ورګډ شي بله لار نه لري.
ده په خپلو خبرو کې وویل چې د طالبانو او داعش تر منځ د غیر رسمي ائتلاف له راپورونو خبر دي، خو په وینا یې
امریکا: طالبان له افغان حکومت سره د سولې له خبرو پرته بله چاره نه لري، امریکا او متحدین یې له افغان حکومت او د سیمې هېوادونو سره په ګډه هڅه کوي، چې داعش یا دې ته ورته ترهګرې ډلې له منځه یوسي.
جمهورآژانس:کابل


کد مطلب: 83433

آدرس مطلب: https://www.jomhornews.com/fa/news/83433/

جمهور
  https://www.jomhornews.com