مولانا شېراني:‌

وسله وال تنظیمونه د چا دي؟‌ آیا دا اجرتي قاتلان نه دي؟

19 اسد 1395 ساعت 10:20

د جنوبي پښتونخوا مشهور دیني عامل او د اسلامي نظریاتي کونسل مشر مولانا محمد خان شېزاني ویلي پاکستاني چارواکو ته ویلي، چې نور خلکو ته دروغ ونه وايي.


د جنوبي پښتونخوا مشهور دیني عامل او د اسلامي نظریاتي کونسل مشر مولانا محمد خان شېزاني ویلي پاکستاني چارواکو ته ویلي، چې نور خلکو ته دروغ ونه وايي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې ښاغلي شېراني چې د کوټې په روغتون کې د تېرې ورځ د ځانمرګي برید په اړه د پاکستان ملي شورا ته خبرې کولې وویل، چې دښمن زمونږ په کور کې د ننه دی، خلکو ته دروغ مه وایۍ!
هغه په خپلو خبرو کې وویل«له خلکو بې وقوفان مه جوړوۍ، او مه خلکو ته دروغ وایۍ دښمن زموږ په کور کې د ننه دی، له ښو او بدو طالبانو څخه مطلب څه دی؟ وسله وال تنظیمونه د چا دي؟‌ آیا دا اجرتي قاتلان نه دي؟‌»‌
باید وویل شي، چې د بلوچستان ایالت د کوټې په سېول روغتون کې تېره ورځ ځانمرګی برید وشو، چې د پاکستاني سرچینو له قوله ۷۰ تنه په کې وژل شوي او لسګونه نور ټپیان شوي دي.
برید پر داسې مهال وشو، چې د قانون پوهانو یوې ډلې د خپل یوه مشر د وژل کېدو په تړاو په روغتون کې احتجاجي غونده درلوده.
که څه هم تر اوسه د دغه برید مسؤولیت چا نه دی اخیستی او نه یې هم پاکستاني چارواکو په اړه څه ویلي، خو د پښتونخوا ګڼ شمېر مدني فعالانو د کوېټې په روغتون د شوي دغه ترهګریز برید پړه پخپله په پاکستاني استخباراتي ادارو ورواچوله.‌
جمهورآژانس:کابل


کد مطلب: 83429

آدرس مطلب: https://www.jomhornews.com/fa/news/83429/

جمهور
  https://www.jomhornews.com