زاخېلوال:

پاکستان د حقاني شبکې یو غړی هم نه دی په نښه کړی

18 اسد 1395 ساعت 9:54

په پاکستان کې افغان سفیر او د ولسمشر ځانګړی استازی ډاکتر حضرت عمر زاخېوال وايي، د پاکستاني پوځ د ضرب عضب په عملیاتو کې د حقاني شبکې یو غړي هم نه دي په نښه شوی.


په پاکستان کې افغان سفیر او د ولسمشر ځانګړی استازی ډاکتر حضرت عمر زاخېوال وايي، د پاکستاني پوځ د ضرب عضب په عملیاتو کې د حقاني شبکې یو غړي هم نه دي په نښه شوی.
زاخیلوال ویلي، پاکستان د ضرب عضب عملیاتو پر مهال د شمالي وزیرستان ډيرې برخې ویجاړې کړي پاکستان طالبان یې وځپل خو حقاني شبکه روغه رمټه له هغه ځایه وایستل شوه او حتا یو کس یې هم په نښه نشو.
د جمهور آژانس د خبر له مخې زاخېوال له مشال راډیو سره په یوه مرکه کې ویلي، چې پاکستان تر اوسه په یوه ژمنه هم عمل نه دی کړی.
نوموړي زیاته کړې، تر هغه چې پاکستان په څلور اړخیزه ناستو کې کړې ژمنې عملي نه کړي، نورو ناستو ته هم اړتیا نشته.
ښاغلي زاخېلوال ویلي، چې د طالبانو مشرتابه په کوټه او پیښور کې دفترونه لري، له همدې ځایه جګړه رهبري کوي، مالي امکانات راټولوي او فتواوې صادروي.
خو په وینا یې افغان لوري له پاکستان سره په کړو ټولو ژمنو عمل کړی او د پاکستان ضد وسله والو ډلو هغه مشران چې په افغانستان کې یې څرک لګیدلی پرته له ځنډه یې له مینځه وړې دي.
جمهورآژانس:کابل


کد مطلب: 83386

آدرس مطلب: https://www.jomhornews.com/fa/news/83386/

جمهور
  https://www.jomhornews.com