نوازشریف:

د چورلکې عملې د خوشې کېدو لپاره له هر چینله کار اخلو

16 اسد 1395 ساعت 8:56

د پاکستان لومړی وزیر نوزاشریف وايي، د هغه چورلکې چې د افغانستان په لوګر ولایت کې ولوېده، د عملې د خوشي کېدو له پاره به یې له هر چینل څخه کار واخلي.


د پاکستان لومړی وزیر نوزاشریف وايي، د هغه چورلکې چې د افغانستان په لوګر ولایت کې ولوېده، د عملې د خوشي کېدو له پاره به یې له هر چینل څخه کار واخلي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې د پاکستان یوه هلیکوپټر د تېرې پنشنبې په ورځ د لوګر ولایت په ازره ولسوالۍ کې ولوېده.
د لوګر سیمه ییز چارواکو ویلي، د چورلکې له لوېدو سره سم طالبان سیمې ته ورغلي، چورلکه یې سوځولې او ۷ تنه امله یې له ځان سره نامعلوم لوري ته وړې ده.
په ورته وخت کې د پاکستان دفاع وزارت ویلي، دغه چورلکه روسیې ته پر لاره وه، چې د افغانستان په لوګر ولایت کې یې سقوط کړی.
د دغه الوتکې تر لوېدو وروسته د پاکستان حکومت بېړنۍ غونډه کړې او لومړي وزیر نواز شریف ویلي، چې د چورلکې د عملې د خوشي کېدو له پاره به د هر چینل څخه کار واخلي.
پر همدې مهال د پاکستان د پوځ مشر جنرال راحیل شریف له افغان ولسمشر محمد اشرف غني سره خبرې کړې او له هغه یې غوښتي، چې د برمته شویو کسانو د خوشي کولو کې مرسته وکړي.
جمهورآژانس:کابل


کد مطلب: 83289

آدرس مطلب: https://www.jomhornews.com/fa/news/83289/

جمهور
  https://www.jomhornews.com