د لغمان د ولایتي شورا رییس او ۸ تنه نور ټپیان شول

14 اسد 1395 ساعت 10:52

چارواکي وايي، لغمان کې د یوې چاودنې له امله د دغه ولایت د ولایتي شورا د رییس په ګډون ۱۰ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.


چارواکي وايي، لغمان کې د یوې چاودنې له امله د دغه ولایت د ولایتي شورا د رییس په ګډون ۱۰ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د جمهور آژانس د خبر له مخې چاودنه نن سهار شاوخوا اته بجې د مرکز مهترلام ښار اړوند سراج بڼ سره نېږدې رامنځ ته شوې ده.
د لغمان د والي ویاند سرحدي ځواک وايي، چاودنه په یوه موټرسایکل کې د ځای پر ځای شویو چاودېدونکو توکو له امله رامنځ ته شوې ده.
نوموړي زیاته کړې له لرې کنټرولېدونکي دغه ماین هغه مهال چاودنه کړې، چې د ولایتي شورا رییس محمد طاووس عادل له سیمې د تېرېدو په حال کې و.
د ځواب په خبره په چاودنه کې د ولایتي شورا د رییس په ګډون ۹ تنه ټپیان شوي، او یو ساتونکی یې وژل شوی دی.
ده وویل، چې په ټپیانو کې څلور تنه د ولایتي شورا د رییس ساتونکي او څلور تنه نور بیا ولسي وګړي دي.
د لغمان د ملکي روغتون چارواکي هم وايي، چې دوی ته یو جسد او ۹ تنه ټپیان وروړل شوي، چې د ټپیانو روغتیايي حالت د ډاډ وړ دی.
تر اوسه د دغه چاودنې مسؤولیت چا پر غاړه نه دی اخیستی.
جمهورآژانس:لغمان


کد مطلب: 83233

آدرس مطلب: https://www.jomhornews.com/fa/news/83233/

جمهور
  https://www.jomhornews.com