معتصم:

طالبان دا مهال د سولې خبرو په پیلولو کې کومه ستونزه نه لري

14 اسد 1395 ساعت 10:04

پخوانی لوړ پوړی طالب چارواکی ملا آغا جان معتصم وایي، طالبان د سولې خبرو ته خوشبین او باوري دي، چې چین به په دې برخه کې مرکزي رول لوبولی شي.


پخوانی لوړ پوړی طالب چارواکی ملا آغا جان معتصم وایي، طالبان د سولې خبرو ته خوشبین او باوري دي، چې چین به په دې برخه کې مرکزي رول لوبولی شي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې معتصم دغه څرګندونې له اېکسپرس ترېبیون ورځپاڼې سره په مرکه کې کړې او منلې یې ده، چې د طالبانو یو پلاوي چین ته سفر درلود.
نوموړي ویلي، چې د طالبانو یو پلاوی چین ته تللی و او هلته یې د افغان سولې په اړه د بېجنګ پر رول خبرې اترې کړې دي.
متصم یادې ورځپاڼې ته زیاته کړې، چې طالبان د سولې خبرو ته خوشبین او په دې باور دي، چې چین په دې برخه کې مرکزي رول لوبولی شي.
دی وایي طالبان دا مهال د سولې خبرو په پیلولو کې کومه ستونزه نه لري او په خبره یې دا اوس په افغان حکومت پورې اړه لري، چې خبرو ته کېني او که نه.
ده دا هم ویلي، چې د طالبانو یو پلاوی د روان کال د اپرېل په ۲۵ له افغان حکومت سره د سولې خبرو په موخه پاکستان ته ولاړ، چې په همدې ورځ ولسمشر اشرف غني د سولې خبرو دروازه وتړله.
که څه هم اغاجان معتصم د سولې د خبرو بیا پیل په افغان حکومت پورې تړلی بولي، خو افغان حکومت په وار وار په طالبانو غږ کړی، چې د جګړې پر ځای د سولې د خبرو لار ونیسي.
افغان حکومت وايي، د سولې دروازې یې د وسله والو مخالفینو پر مخ خلاصې دي، خو په وینا یې هغه کسان چې سوله نه غواړي د جګړې په ډګر کې به کلک ځواب ورکړي.
جمهورآژانس:کابل


کد مطلب: 83229

آدرس مطلب: https://www.jomhornews.com/fa/news/83229/

جمهور
  https://www.jomhornews.com