کارتر:

امریکا به پاکستان ته خپله ۳۰۰ میلیونه ډالره مرسته لغوه کړي

14 اسد 1395 ساعت 9:49

امریکايي چارواکو پرېکړه کړې چې سنا مجلس ته وړانديز وکړي څو له پاکستان سره ۳۰۰ ميلیونه کېدونکې مرسته و ځنډوي.


امریکايي چارواکو پرېکړه کړې چې سنا مجلس ته وړانديز وکړي څو له پاکستان سره ۳۰۰ ميلیونه کېدونکې مرسته و ځنډوي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې رویترز خبري آژانس د امریکايي چارواکو له خولې لیکلي چې دغه پرېکړه د متحده ایالاتو د دفاع وزیر اشتون کارتر کړې ده.
د سرچینې د معلوماتو له مخې کارتر به د امریکا کنګرې ته وړاندیز وکړي چې له پاکستان سره ۳۰۰ ملیونه ډالره له ترهګرۍ سره د مبارزې په موخه ور نه کړي.
د دفاع وزیر ویلي، پاکستان له ترهګرۍ سره په مبارزه کې رښتینی نه دی او تر هغه به مرستې ورسره و ځنډېږي څو یې چې د ترهګرو پر وړاندې د پام وړ اقدام نه وي کړی.
باید وویل شي، چې امریکا له ۲۰۰۲ کال راهیسې له پاکستان سره د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې لپاره ۱۴ ملیارده ډالره ورکړي، خو د امریکايي چارواکو په وینا د پام وړ ګټه یې نه ده کړې.
جمهورآژانس:کابل


کد مطلب: 83228

آدرس مطلب: https://www.jomhornews.com/fa/news/83228/

جمهور
  https://www.jomhornews.com