لیبیا کې ځانمرګي برید ۱۸ تنه وژلي

13 اسد 1395 ساعت 13:18

رپوټونه وایي، لیبیا کې د یوه ځانمرګي برید له امله د امنیتي سرتېرو په ګډون لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.


رپوټونه وایي، لیبیا کې د یوه ځانمرګي برید له امله د امنیتي سرتېرو په ګډون لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د جمهورآژانس د خبر له مخې برید په بنغازي ښار کې شوی، چې مسؤولیت یې یوې وسله والې ډلې پر غاړه اخیستی دی.
ویل کېږي په دغه برید کې ۱۸ تنه وژل شوي او لسګونه نور ټپیان شوي، چې په ټپیانو کې ډېری یې امنیتي سرتېري دي.
باید وویل شي، چې بنغازي د ګوارشا سیمه د وسله والو او حکومتي ځواکونو تر منځ د جګړې لومړۍ کرښه ده.
جمهورآژانس:کابل


کد مطلب: 83177

آدرس مطلب: https://www.jomhornews.com/fa/news/83177/

جمهور
  https://www.jomhornews.com