>> جمهور - په یوه ترافیکي پېښه کې ۱۰ تنو ته مرګ ژوبله واوښته - نسخه قابل چاپ

په یوه ترافیکي پېښه کې ۱۰ تنو ته مرګ ژوبله واوښته

13 اسد 1395 ساعت 13:02


د کندهار- هرات پر لویه لار د هلمند ولایت اړوند سیمه کې د یوې ترافیکي پېښې له امله ۱۰ تنو مرګ ژوبله واوښته.
د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه پېښه نن سهار ۴:۴۰د هلمند د ګرشک ولسوالۍ په یخچال سیمه کې د یادې لویې لارې پر سر د یوه ۳۰۳ موټر د چپه کېدو له امله رامنځ ته شوې.
د هلمند د ټرافیکو مدیر سونمل میرزاخان روحاني وايي، د احمدشاه ابدالي ترانسپورټي شرکت اړوند یو ۳۰۳ موټر پر سړک چپه شوی، چې له کبله یې لسو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
خو د هلمند د ترانسپورټ رییس عبدالغفور توخي وايي، په دغه پېښه کې دوه تنه وژل شوي او څلور نور ټپیان دي، چې د درملنې په موخه روغتون ته لېږدول شوي.
هغه وايي، ۳۰۳ موټر د احمدشاه ابدالي ترانسپورټي شرکت اړوند دی.
د هلمند د والي ویاند عمر ځواک هم د پېښې پخلی کوي، خو وايي یو تن وژل شوی او ۷ نور ټپیان شوي دي.
جمهورآژانس:هلمند


کد مطلب: 83175

آدرس مطلب: https://www.jomhornews.com/fa/news/83175/

جمهور
  https://www.jomhornews.com