امریکا ۸۰۰ نور سرتېري افغانستان ته لېږي

6 اسد 1395 ساعت 9:18

وروسته تر دې چې امریکا په افغانستان کې د خپلو سرتېرو شمېره ډيره کړه ټاکل شوې چې د دې سرتېرو لومړنۍ پلې ۸۰۰ کسیزه ډله به روان اوړی افغانستان ته راشي.


وروسته تر دې چې امریکا په افغانستان کې د خپلو سرتېرو شمېره ډيره کړه ټاکل شوې چې د دې سرتېرو لومړنۍ پلې ۸۰۰ کسیزه ډله به روان اوړی افغانستان ته راشي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې امریکايي رسنۍ وايي، دا سرتېري به په افغانستان کې د ترهګرۍ پر وړاندې جګړه کې برخه واخلي.
د یادې ډلې مشر جنرال وین ډبلیو جونیور ویلي چې دا سرتېري د کانزاس په یوه نظامي اډه کې روزل شوي او د پلیو عملیاتو تر څنګ په هوايي بریدونو کې هم پوره وړتیا لري.
نوموړي زیاته کړې، چې یادو سرتېرو ته د آپاچي الوتکو د کارونې روزنه ورکړل شوې چې په افغانستان کې تر ټولو اغیزناکې او ګټورې الوتکې دي.
د هغه په خبره دا سرتيري به روان اوړی افغانستان ته راشي او هلته به په بېلو عملیاتو کې برخه واخلي.
امریکا وروسته له دې افغانستان ته نور سرتېري رالېږي، چې د جنرال نېکولسن او نورو امریکايي قومندانانو په غوښتنه ولسمشر اوباما د خپلو سرتېرو شمېر په افغانستان کې ۸۸۰۰ ته لوړ کړ او په جګړه کې یې د دوی صلاحیتونه ډیر کړل.
جمهورآژانس:کابل


کد مطلب: 82931

آدرس مطلب: https://www.jomhornews.com/fa/news/82931/

جمهور
  https://www.jomhornews.com