کلیفلنډ:

داعش ډله په افغانستان کې تر سخت فشار لاندې ده

6 اسد 1395 ساعت 9:16

په افغانستان کې میشت امریکايي ځواکونه وايي داعش ډله په افغانستان کې تر سخت فشار لاندې او له ماتې سره مخ ده.


په افغانستان کې میشت امریکايي ځواکونه وايي داعش ډله په افغانستان کې تر سخت فشار لاندې او له ماتې سره مخ ده.
د جمهور آژانس د خبر له مخې د امریکايي ځواکونو ویاند چارلز کلیفلنډ له رویټرز خبري آژانس سره په خبرو کې ویلي چې داعش ‌ډله په افغانستان کې له ماتې سره مخ ده او په دې وروستیو کې د افغان ځواکونو تر سخت فشار لاندې ده. نوموړي په کابل کې د شنبې برید ته په اشارې ویلي چې دا د داعش ډلې کومه وړتیا نه ده نه بلکې بشري ضد جنایت دی.
د داعش ډلې پر وړاندې د افغان ځواکونو تر ټولو سخت عملیات په ننګرهار ولایت کې پیل شوي دي.
افغان ولسمشر محمد اشرف غني افغان ځواکونو ته امر کړی، چې په افغانستان کې د داعش جرړې وباسي.
د ولسمشر له امر سره سم افغان ځواکونه لاس په کار شوي، او په تېره یوه اوونۍ کې یې د داعش لسګونو وسله والو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
یوازې تېرې ورځ د ننګرهار په اچین او کوټ ولسوالۍ کې د داعش د نظامي مسؤول سعد امارتي په ګډون ۱۲۲ داعش وسله وال د افغان ځواکونو له خوا و وژل شول او ۲۰ نور ونیول شول.
د دې تر څنګ د داعش یو لوی مرکز هم د افغان ځانګړو ځواکونو له خوا ونیول شو.
د سیمې اوسېدونکي وايي، داعش له ماتې سره مخ دی او ګڼې سیمې یې پرېښې دي.
جمهور آژانس:کابل


کد مطلب: 82930

آدرس مطلب: https://www.jomhornews.com/fa/news/82930/

جمهور
  https://www.jomhornews.com