د غزني د ښځو چارو رییسه له وسله وال بریده روغه و وتله

5 اسد 1395 ساعت 11:27

د غزني ولایت د ښځو چارو ریاست مشره د ناپېژانده وسله والو کسانو له بریده روغله و وتله، خو د مستوفیت یو کارکوونکی وژل شوی دی.


د غزني ولایت د ښځو چارو ریاست مشره د ناپېژانده وسله والو کسانو له بریده روغله و وتله، خو د مستوفیت یو کارکوونکی وژل شوی دی.
د جمهور آژانس د خبر له مخې پېښه نن سهار شاوخوا ۱۰ بجې د غزني ښار په موی مبارک سیمه کې رامنځ ته شوې ده.
د غزني امنیه قوماندان مل پاسوال امین الله امرخېل وایي، د غزني د ښځو چارو د رییسې شکریې ولي پر موټر ناپېژانده وسله والو کسانو برید کړی دی.
نوموړي زیاته کړه، چې شکریه ولي له دغه بریده روغه وتلې، خو د غزني د مستوفیت یو کارکوونکی چې د ولي په موټر کې سپور وو، په دغه برید کې وژل شوی دی.
امرخېل وایي، وژل شوی کس شفیق نومېږي، چې د غزني د مستوفیت مالي آمر وو.
د غزني امنیه قوماندان زیاتوي، چې که څه هم د ښځو چارو رییسې ته یې درې تنه ساتونکي هم ورکړي، خو نه پوهېږي، چې هغه ولې پرته له ساتونکو ګرځي.
ده وویل، چې د پېښې په اړه پلټنې پیل شوې خو تر اوسه یې په تړاو څوک نه دي نیول شوي.
په ورته وخت کې عیني شاهدان وايي، برید کوونکي دوه تنه و، چې پر موټر سایکل سپاره و او د ښځو چارو د ریسې پر موټر یې برید وکړ او د یوه تن تر وژلو وروسته په تېښته بریالي شول.
تر اوسه د دغه برید مسؤولیت چار پر غاړه نه دی اخیستی.
جمهورآژانس:غزني


کد مطلب: 82897

آدرس مطلب: https://www.jomhornews.com/fa/news/82897/

جمهور
  https://www.jomhornews.com