ننګرهار کې ۱۲۰ داعش وسله وال وژل شوي دي

5 اسد 1395 ساعت 10:51

چارواکي وايي، په ننګرهار ولایت کې د افغان ځواکونو د عملیاتو پر مهال د یوه قوماندان په ګډون ۱۲۰ داعش وسله وال وژل شوي او ۲۰ نور ژوندي نیول شوي دي.


چارواکي وايي، په ننګرهار ولایت کې د افغان ځواکونو د عملیاتو پر مهال د یوه قوماندان په ګډون ۱۲۰ داعش وسله وال وژل شوي او ۲۰ نور ژوندي نیول شوي دي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې د افغان ځواکونو له خوا دغه عملیات په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د ننګرهار په اچین او کوټ ولسوالیو کې تر سره شوي.
د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼی وايي، افغان ځواکونو په اچین او کوټ ولسوالیو کې پر داعش وسله والو هوايي او ځمکني بریدونه کړي دي.
نوموړي زیاته کړه، چې د اچین ولسوالۍ په باندر او وچ باندر سیمو کې د داعش پر پټنځایونو بریدونه وکړل چې په ترڅ کې یې ۱۲۰ داعش وسله وال و وژل شول.
دغه راز نوموړی زیاتوي، چې افغان ځانګړو ځواکونو په یادو سیمو کې د ځمکنیو عملیاتو پر مهال ۲۰ داعش وسله وال ژوندي نیولي دي.
ده وویل، چې په وژل شویو داعشیانو کې د هغوی مشران او بهرني جنګیالي هم شامل دي، چې لومړی یې مرکزونه په نښه او وروسته پرې هوايي بریدونه وشول.
په ورته وخت کې نوموړي وویل، چې په کوټ ولسوالۍ کې هم افغان ځانګړو ځواکونو عملیات وکړل، چې په مخامخ نښته کې د داعش مشهور قوماندان او نظامي مسؤول سعد امارتي و وژل شو.
د سیمې اوسېدونکي هم وایي، په ننګرهار کې د داعش پر وړاندې د افغان ځواکونو عملیات بریالي او ګړندي روان دي، چې تر اوسه یې ګنې سیمې له داعش نه پاکې کړې دي.
خو داعش تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
باید وویل شي په ننګرهار کې د داعش پر ضد عملیات وروسته له هغې ګړندي او پیل شول، چې افغان ولسمشر ختیځ ته سفر وکړ او هلته یې مېشتو افغان ځواکونو ته جدي امر وکړ، چې له ختیځ څخه د داعش جرړې وباسي.
جمهورآژانس:کابل


کد مطلب: 82895

آدرس مطلب: https://www.jomhornews.com/fa/news/82895/

جمهور
  https://www.jomhornews.com