امریکا کې د وسله والو برید له امله ۱۷ تنه مرګ ژوبله واوښته

5 اسد 1395 ساعت 9:29

د امریکا په فلوریدا ایالت په فورت مایرز ښار کې په یوه نایټ کلب کې د ډزو پر مهال لږ تر لږه ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.


د امریکا په فلوریدا ایالت په فورت مایرز ښار کې په یوه نایټ کلب کې د ډزو پر مهال لږ تر لږه ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د جمهور آژانس د خبر له مخې د فلوریدا ایالت پولیسو ویلي، په دغه وسله وال برید کې ۲ تنه وژل شوي او لږ تر لږه ۱۶ تنه ټپیان شوي دي.
پولیس زیاتوي، چې برید کوونکی یې نیولی او د برید د انګېزې په اړه ترې پوښتنې ګروېږنې روانې دي.
باید وویل شي، چې څه موده وړاندې د همدې ایالت په اورلانډو ښار کې د عمر متین په نوم یو تن د همجنسبازانو په کلب کې ۴۹ تنه و وژل او ۵۳ نور یې ټپیان کړل.
جمهورآژانس:کابل


کد مطلب: 82889

آدرس مطلب: https://www.jomhornews.com/fa/news/82889/

جمهور
  https://www.jomhornews.com