پاکستان افغان سوداګرو ته خبردارۍ ورکړی چې خپل کاربار وتړي

4 اسد 1395 ساعت 14:36

راپورونه وايي، د پاکستان حکومت ۱۲۰۰ افغان سوداګرو ته د ځانګړي مکتوب له لارې خبرداری ورکړی چې په یاد هېواد کې خپل ملکیتونه وپلوري او خپل کارو بار بند کړي.


راپورونه وايي، د پاکستان حکومت ۱۲۰۰ افغان سوداګرو ته د ځانګړي مکتوب له لارې خبرداری ورکړی چې په یاد هېواد کې خپل ملکیتونه وپلوري او خپل کارو بار بند کړي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې د راپورونو زیاتوي، چې پاکستان د یوه مکتوب له لارې افغان سوداګرو ته دا خبردارۍ ورکړی دی.
د راپورونو پر اساس سوداګرو ته په لېږل شوې اطلاعیه کې ویل شوي چې که دوی تر شپږ میاشتو خپل ملکیتونه و نه پلوري او کارو بار له پاکستان و نه باسي د دوی شتمنې، ملکیت او کارځای د پاکستان په حکومت پورې اړه لري او مهاجر کارتونه یې جعلي ګڼل کېږي.
په ورته وخت کې دا هم ویل کېږي چې پاکستاني پولیسو د کوټې په ښار کې سلګونه هټيوالو ته هم ویلي چې خپل دوکانونه او هوټلونه وتړي یا یې پر چا وپلوري.
په ورته وخت کې د افغانستان د سوداګرۍ خونه وايي د پاکستان دې کار په یاد هېواد کې د سلګونه افغان سوداګرو کارو بار له خطر سره مخ کړی دی.
د دې خونې ویاند صیام الدین پسرلي ویلي، هڅې کوي څو د افغان سوداګرو یاده ستونزه حل کړي. بلخوا بیا افغان سوداګر وايي نه افغان حکومت، نه پاکستانی حکومت او نه هم نړیوال بنسټونه د دوی ستونزو ته د حل لار پیدا کوي.
جمهورآژانس:کابل


کد مطلب: 82853

آدرس مطلب: https://www.jomhornews.com/fa/news/82853/

جمهور
  https://www.jomhornews.com