قلعه ذال ولسوالۍ بیرته امنیتي ځواکونو ونیوله

31 سرطان 1395 ساعت 10:42

امنیتي چارواکي وایي، افغان ځواکونو د کندوز ولایت قلعه ذال ولسوالي بېرته له وسله والو طالبانو نیولې ده.


امنیتي چارواکي وایي، افغان ځواکونو د کندوز ولایت قلعه ذال ولسوالي بېرته له وسله والو طالبانو نیولې ده.
د جمهور آژانس د خبر له مخې د یادې ولسوالۍ ودانۍ تېره شپه وسله والو طالبانو ولکه کړې وه.
خو له تېرې شپې راهیسې تر نن سهار پورې افغان ځانګړو ځواکونو عملیات تر سره کړل، چې په پایله کې یې بېرته له وسله والو طالبانو ونیوله.
په کندوز کې د پولیسو د ۸۰۸ سپین زر زون ویاند محفوظ الله اکبري وايي، سهار ۸ بجې افغان ځواکونو د ولسوالۍ ودانۍ ونیوله.
نوموړي زیاته کړه، چې دا مهال د بازار د چاڼ کولو عملیات روان دي، خو د مرګ ژوبلې په اړه یې معلومات نه درلودل.
تر اوسه وسله والو طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي.
جمهورآژانس:کابل


کد مطلب: 82720

آدرس مطلب: https://www.jomhornews.com/fa/news/82720/

جمهور
  https://www.jomhornews.com