نېکولسن او راحیل شریف د افغان سولې په اړه خبرې کړې

31 سرطان 1395 ساعت 9:24

په افغانستان کې د ناټو د غوڅ ملاتړ ماموریت عمومي قوماندان جنرال جان نېکولسن پاکستان ته تللی او د دغه هېواد د پوځ له مشر جنرال راحیل شریف سره یې لیدلي.


په افغانستان کې د ناټو د غوڅ ملاتړ ماموریت عمومي قوماندان جنرال جان نېکولسن پاکستان ته تللی او د دغه هېواد د پوځ له مشر جنرال راحیل شریف سره یې لیدلي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې پاکستانۍ رسنۍ وايي، جنرال نېکولسن تېره ورځ پاکستان ته ورغلی او له راحیل شریف سره لیدلي دي.
د دغه رسنیو د معلوماتو له مخې نېکولسن او شریف د ډېورنډ کرښې په اوږدو کې د پولې په مدیرت او په افغانستان کې د سولې او پخلاینې په تړاو خبرې اترې کړې.
دغه رسنۍ وايي، دواړو جنرالانو د پاکستان او امریکا د وروستیو خرابو اړیکو، د بارډر منجمینټ په برخه کې له امریکا څخه د ملاتړ د غوښتنې، د څه باندې یو ملیون افغان کډوالو د ژر ستنېدو، په افغانستان کې د پاکستاني طالبانو پر ضد د عملیاتو او په پاکستان کې افغان طالبانو ته د پناه نه ورکولو په باب خبرې وکړې.
جمهورآژانس:کابل


کد مطلب: 82715

آدرس مطلب: https://www.jomhornews.com/fa/news/82715/

جمهور
  https://www.jomhornews.com