د جرمني تلوېزیون:

هغه کس چې اورګاډي کې یې په مسافرو برید وکړ، افغانی نه پاکستانی و

30 سرطان 1395 ساعت 9:15

رپوټونه وايي، هغه کس چې د جرمني د بایرن ایالت په ورتزبرګ ښار کې په یوه اورګاډي کې یې پر مسافرو چړې بریدونه وکړل، افغانی نه بلکې پاکستانی وو.


رپوټونه وايي، هغه کس چې د جرمني د بایرن ایالت په ورتزبرګ ښار کې په یوه اورګاډي کې یې پر مسافرو چړې بریدونه وکړل، افغانی نه بلکې پاکستانی وو.
د جمهور آژانس د خبر له مخې وړمه شپه یو کس د بایرن ایالت په ورتزبرګ ښار کې په یوه اورګاډي کې په مسافرو د تبر او چاقو ګذارونه وکړل، او څلورتنه یې ټپیان کړل.
دغه ځوان ۱۷ و او ریاض احمد نومېده، چې په پښتو ژبه خبري کوي او داسې ویل کېدل، چې افغان کډوال دی او د داعش ډلې غړی دی.
خو د ترهګریزو چارو کارپوه ایلمار تیویشن د جرمني ZDF یا دویم تلوېزیوني چینل سره په خبرو کې ویلي، چې ترهګر اصلا د پاکستان اوسېدونکی دی خو په جرمني کې یې خپل نوم له محمد ریاض څخه ریاض خان احمدزي ته بدل کړی دی.
ښاغلی ایلمار زیاته کړې، چې د ترهګر د استوګنې له خونې څخه یو تر لاسه شوی د هویت سند ښیي چې د هغه اصلي نوم محمد ریاض دی او اصلا د پاکستان اوسېدونکی دی.
جرمني څېړونکيو ویلي چې، محمد ریاض په جرمني کې له دې امله خپل نوم او هېواد بدل کړي دي چې د افغان په نامه په اسانۍ سره پناه ترلاسه کړي.
ښاغلي ایلمار ZDF تلوېزیون ته ویلي چې پښتو په افغانستان او پاکستان دواړو کې ویل کیږي خو هغه لهجه چې محمد ریاض په ټولنیزو رسنیو خپره شوې ویډیو کې کارولې ده ښيي چې نوموړي «حکومتونو»، «اردو یا پوځ»، «بدن»، او «مسلمانانو» ته داسې الفاظ کارولي چې په افغانستان کې یې پښتانه نه کاروي.
جمهورآژانس:کابل


کد مطلب: 82664

آدرس مطلب: https://www.jomhornews.com/fa/news/82664/

جمهور
  https://www.jomhornews.com