جوزف ډانفورډ وایي د طالبانو د بریدونو کمېدو ته محتاط خوشبین دی

29 سرطان 1395 ساعت 9:46

د امریکا د پوځ لوی درستیز جنرال جوزف ډانفورډ وایي، که څه هم ډاډه نه دی، چې افغانستان کې به وضعیت همداسې دوام وکړي، خو په وینا یې د طالبانو بریدونه کم شوي دي.


د امریکا د پوځ لوی درستیز جنرال جوزف ډانفورډ وایي، که څه هم ډاډه نه دی، چې افغانستان کې به وضعیت همداسې دوام وکړي، خو په وینا یې د طالبانو بریدونه کم شوي دي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې ډانفورډ اسوشټيډ پریس خبري آژانس ته مرکه کې ویلي، چې د دوی د تمې او اټکل خلاف په روان اوړي کې د طالبانو بریدونه کم شوي او دا ښيي چې طالبان د پخوا په پرتله کمزوري شوي دي.
ده زیاته کړې، چې دې کار ته خوشبین دی، خو په اړه یې باید احتیاط وشي، ځکه په وینا یې ډاډه نه دی چې وضیعت دې همداسې دوام وکړي او ښايي یوځل بیا به وضعیت او دا توازن بدل شي.
نوموړي د افغان ځواکونو وړتیا ستایلې او ویلي یې دي، دغه ځواکونه ورځ تر بلې پر مخ روان دي او کولی شي وضیعت ته د ځان په ګټه تغیر ورکړي.
دا په داسې حال کې ده، چې په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو عمومي قوماندان جنرال جان نېکولسن هم د افغان ځواکونو وړتیا ستایلې او ویلي یې دي، چې دا مهال ۸۰ سلنه عملیات افغان ځواکونه تر سره کوي.
جمهورآژانس:کابل


کد مطلب: 82610

آدرس مطلب: https://www.jomhornews.com/fa/news/82610/

جمهور
  https://www.jomhornews.com