د کابل ښاروالۍ۱۱۰ مامورین ممنوع الخروج اعلان شول

29 سرطان 1395 ساعت 8:26

د فساد سره د مبارزې په ترڅ کې لویې څارنوالۍ په یوه تازه اقدام کې کابل ښاروالی ۱۱۰ تنه مامورین ممنوع الخروج اعلان کړي دي.


د فساد سره د مبارزې په ترڅ کې لویې څارنوالۍ په یوه تازه اقدام کې کابل ښاروالی ۱۱۰ تنه مامورین ممنوع الخروج اعلان کړي دي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې د لویې څارنوالۍ ویاند بصیرعزیز وايي، د دغه مامورینو دوسیې تېره اوونۍ د تحقیق له پاره لوی څارنوالۍ ته سپارل شوې دي.
عزیزي تېره ورځ کابل کې خبریالانو ته د یوې خبري غونډې پر مهال وویل، چې د دوسیو د ټولو مواردو تر څېړنو وروسته به یې پایلې له ولس سره شریکې شي.
دغه راز نوموړي په دې خبري غونده کې د میدان وردګو د پخواني امنیه قوماندان خلیل اندرابي او د هلمند د پخواني امنیه قوماندان عبدالرحمن سرجنګ په اړه زیاته کړه، چې د دوی پر دوسیو هم جدي کار روان دی.
لوی څارنوالي یو ځل بیا له فساد سره د کلکې مبارزې ژمنه وکړه.
بصیر عزیزي وویل، چې د ټینګې او جدي مبارزې لپاره د فساد پر وړاندې د مبارزې عدلي او قضايي مرکز چې ستره محکمه، لوی څارنوالۍ او د کورنیو چارو وزات یې غړیتوب لري، په جوړېدو سره به د فساد پر وړاندې د انتي وایرس په څیر عمل وکړي.
ښاغلي عزیزي زیاته کړه، د میدان وردګو د پخواني امنیه قومندان خلیل انداربي همدارنګه د هلمند د پخواني امنیه قومندان عبدالرحمن سرجنګ د فساد په دوسیو باندې د پلټنې جدي کارونه روان دي او څارنوالۍ دا مسئله جدي نیولې ده.
افغان حکومت څه موده وړاندې د فساد سره
د افغانستان لوی څارنوالي وايي چې د دغه مرکز په اداري تشکېلاتو کار روان دی او په بشپړېدو سره به عملا په کار پیل وکړي.
دا په داسې حال کې ده، چې د افغانستان لوی څارنوال فرید حمیدي د جوزا په ۹ مه ویلي و چې ډېر ژر به خلک د فساد په وړاندې د مبارزې د یوه ماشین شاهدان اووسي.
جمهورآژانس:کابل


کد مطلب: 82603

آدرس مطلب: https://www.jomhornews.com/fa/news/82603/

جمهور
  https://www.jomhornews.com