ظاهر قدیر وايي د داعش جرړې به وباسي

28 سرطان 1395 ساعت 8:53

د ولسي جرګې لومړی مرستیال حاجي عبدالظاهر قدیر یو ځل بیا د داعش پر وړاندې د مبارزې غږ کړی او وايي په ننګرهار کې به د داعش جرړې وباسي.


د ولسي جرګې لومړی مرستیال حاجي عبدالظاهر قدیر یو ځل بیا د داعش پر وړاندې د مبارزې غږ کړی او وايي په ننګرهار کې به د داعش جرړې وباسي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې ښاغلي قدیر تېره ورځ په یوه خبري غونډه کې وویل، چې په ننګرهار کې به داعش ټول جنګیالي تر خاور لاندې کړي او پر قومي مشرانو، ځوانانو او دیني علماوو یې غږ وکړ، چې د داعش پر خلاف راپورته شي.
نوموړي زیاته کړه، چې د داعش پر وړاندې به خپله مبارزه جاري وساتي او په وینا یې د دې کار له پاره یې د ننګرهار په ۲۲ ولسوالیو کې قومي شوراګانې جوړې کړې دي.
ظاهر قدیر پر داسې مهال دغه څرګندونې کوي، چې دوه ورځې وړاندې افغان ولسمشر محمد اشرف غني هم ننګرهار ته د سفر پر مهال هلته له مېشت افغان پوځ څخه جدي وغوښتل، چې د داعش بېخې او بنیاد له منځه یوسي.
جمهورآژانس:ننګرهار


کد مطلب: 82558

آدرس مطلب: https://www.jomhornews.com/fa/news/82558/

جمهور
  https://www.jomhornews.com