خلیلزاد:

پاکستان دې د ترهګرو د ملاتړي دولت په توګه په تورلېست کې شامل کړای شي

23 سرطان 1395 ساعت 9:16

زلمی خلیلزاد وايي، د پاکستان پالیسي د افغان جګړې اصلي عامل ده او د پاکستان له لوري د پاکستان له لوري له اسلامي سختدریځۍ او نیابتي جګړې څخه استفاده چې د هند ګواښل هم په کې شامل دي، ټولې نړۍ ته خطر پېښ کړی دی.


افغانستان کې د امریکا پخوانی سفیر زلمي خلیلزاد وایي، پاکستان دې د ترهګرو د ملاتړي دولت په توګه په تور لېست کې شامل کړی شي.
نوموړي زیاته کړې، چې د پاکستان پالیسي د افغان جګړې اصلي عامل ده او د پاکستان له لوري د پاکستان له لوري له اسلامي سختدریځۍ او نیابتي جګړې څخه استفاده چې د هند ګواښل هم په کې شامل دي، ټولې نړۍ ته خطر پېښ کړی دی.
د جمهور آژانس د خبر له مخې خلیلزاد دغه څرګندونې تېره ورځ د امریکا د سنا مجلس په استماعیه غونده کې د وینا پر مهال وکړې.
دغه غونډه چې پاکستان د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزه کې دوست دی که دښمن تر عنوان لاندې جوړه شوې وه، په کې امریکايي سناتورانو هم پر پاکستان سختې نیوکې وکړې او دغه هېواد یې په یاده جګړه کې پر دومخې پالیسۍ تورن کړ.
د یادې غونډې مشر سالمون په پیل کې وویل چې پاکستان د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزه کې له امریکا پیسې تر لاسه کوي، خو په همدې پیسو په سیمه کې د امریکا دپلوماتیکي هڅې شندوي.
سالمونوویل«پاکستان ادعا کوي چې د ترهګرۍ په خلاف په جگړې کې زموږ ملگرې هیواد دی. خو تاریخ ښیی چې پاکستان زمونږ نه مالي مرستي او وسلې تر لاسه کوي او بیا په دغو پېسو په سیمه کې زمونږ دپلوماتیکي هڅې ناکاموي.»
پخواني امریکايي سفیر زلمي خلیل زاد هم وویل، چې پاکستان ظاهراً ځان د امریکا متحد ښيي، خو لا هم د طالبانو او حقاني شبکې پورې اړوند د القاعدې ملاتړ ته دوام ورکوي.
ښاغلي خلیلزاد زیاته کړه، چې پاکستان په ۲۰۰۵ کال کې په خپل خاوره کې القاعده او حقاني شبکه منظمه کړه او دغه ډلې د افغان او امریکايي ځواکونو پر وړاندې جنګوي.
هغه وویل چې د پاکستان پالیسي د افغان جګړې اصلي عامل ده او پاکستان د طالبانو پر مټ د نیابتي جګړې له لارې غواړي چې افغانستان تر خپلې ولکې لاندې راولي.
د خلیلزاد په وینا اسلام اباد په دې باور دی چې په افغانستان کې د جګړې دوام به امریکا له دغه هېواده اېستلو ته اړ کړي او په دې توګه به وکولای شي، چې اوسنی افغان حکومت وپرځوي.
خلیلزاد وايي، له سیاسي پلوه پاکستان بايد د نړيوالې ټولنې له معيارونو سره سم بايد متحد هېواد نه واى او غوښتنه یې وکړه، چې پاکستان باید د ترهګرۍ د ملاتړي دولت په توګه په تورلېست کې شامل کړای شي.
جمهورآژانس:کابل


کد مطلب: 82363

آدرس مطلب: https://www.jomhornews.com/fa/news/82363/

جمهور
  https://www.jomhornews.com