ولسمشر غني:

سل په سلو کې غواړم، چې پارلماني ټاکنې ترسره شي

22 سرطان 1395 ساعت 13:10

افغان ولسمشرم محمد اشرف غني وايي، سل په سلو کې غواړي، چې پارلماني او د ولسوالیو شوراګانو ټاکنې تر سره شي خو په وینا یې دا کار مناسب وخت غواړي.


افغان ولسمشرم محمد اشرف غني وايي، سل په سلو کې غواړي، چې پارلماني او د ولسوالیو شوراګانو ټاکنې تر سره شي خو په وینا یې دا کار مناسب وخت غواړي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې د ارګ نه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې ولسمشر دغه څرګندونې تېره ورځ د ولسمشر له سلاکارانو، یو شمېر مشرانو او علماوو سره په یوه ناسته کې کړې دي.
د سرچینې د معلوماتو له مخې ولسمشر په دې ناسته کې لومړی د حکومت د تېرو کړنو، لاس ته راوړنو او د وارسا د ناستې په اړه معلومات ورکړل.
خبرپاڼه د ولسمشر له قوله وايي، چې سل په سلو کې ولسي جرګې او ولایتي شوراګانو ټاکنې غواړي، چې تر سره شي، خو په خبره یې د دې کار له پاره باید وړ شرایط برابر شي، تر څو ټاکنې په سمه توګه تر سره شي.

دغه راز سرچینه زیاتوي، چې ښاغلي غني په دې برخه کې د هېواد د ټولو مشرانو، ديني علماوو او د ټولنې د بېلابېلو اقشارو هڅې مهمې وبللې.
جمهورآژانس:کابل


کد مطلب: 82319

آدرس مطلب: https://www.jomhornews.com/fa/news/82319/

جمهور
  https://www.jomhornews.com