>> جمهور - سوریه کې د الجزیرې یو خبریال وژل شوی - نسخه قابل چاپ

سوریه کې د الجزیرې یو خبریال وژل شوی

22 سرطان 1395 ساعت 8:09

سوریه کې د هوايي بریدونو پر مهال د الجزیرې ټلویزیون یو خبریال ابراهیم العمر وژل شوی دی.


سوریه کې د هوايي بریدونو پر مهال د الجزیرې ټلویزیون یو خبریال ابراهیم العمر وژل شوی دی.
د جمهور آژانس د خبر له مخې الجزیرې ویلي، چې دغه خبریال یې د ادلیب ولایت په تېرمانین ښارګوټې کې په بمبار کې وژل شوی دی.
یاد خبریال ابراهیم العمر نومېده، چې الجزیرې ته یې د سوریې له جګړو په ژوندۍ بڼه راپورونه ورکول.
په ورته وخت کې په بریتانیا کې دیره د بشري حقونو د څار بنسټ ویلي، دغه هوايي برید د تېلو پر یوه مارکېټ شوی، چې پر العمر سربېره ۱۳ نور کسان هم پکې وژل شوي دي.
جمهورآژانس:کابل


کد مطلب: 82309

آدرس مطلب: https://www.jomhornews.com/fa/news/82309/

جمهور
  https://www.jomhornews.com