د امریکا کانګرس له ترهګرۍ سره د پاکستان پر ملاتړ خبرې کوي

22 سرطان 1395 ساعت 7:53

د امریکا کانګرس د پاکستان دوست دی که دښمن تر نامه لاندې استماعیه غونډه کوي، تر څو د ترهګرو ډلو سره د پاکستان د اوږدمهاله اړیکو په هکله په زیات څه پوه شي.


د امریکا کانګرس د پاکستان دوست دی که دښمن تر نامه لاندې استماعیه غونډه کوي، تر څو د ترهګرو ډلو سره د پاکستان د اوږدمهاله اړیکو په هکله په زیات څه پوه شي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې غونډه نن جوړېږي، او د کانګرس د بهرنیو چارو د کمیټې غړی ټید پو،  مشري پر غاړه لري.
پو وايي، دغه استماعیه غونډه به د مجلس غړو ته موقع ورکړي چې له ترهگرو ډلو سره د پاکستان د اوږدمهاله اړیکو په هکله په زیات څه پوه شي.
پو زیاته کړې، چې له ترهګرو ډلو سره د پاکستان اړیکې مستندې دي.
هغه د پاکستان د استخباراتو اداره د طالبانو، القاعده او حقاني شبکې په ګډون زیات شمیر ترهگرو سازمانونو ته د مرستې پر برابولو تورنه کړې ده.
باید وویل شي، چې تر دې وړاندې د امریکا بل مخکښ سناتور او د پوځي کمېتې مشر جان مکین هم ویلي، چې پاکستان له ترهګرو ملاتړ کوي.
د هغه په وینا تر څو چې طالبان د پاکستان له خاورې پوځي او مالي مرستې تر لاسه کوي، په افغانستان کې د وسله والو ماته ستونزمن کار دی.
نوموړي زیاته کړې وه، په افغانستان کې د سولې تش په خوله د ملاتړ شعارونه ګټه نه کوي، باید د پاکستان مشران په خپله خاوره کې د یاغي ډلو مرکزونه او پناهځایونه له منځه یوسي.
جمهورآژانس:کابل


کد مطلب: 82308

آدرس مطلب: https://www.jomhornews.com/fa/news/82308/

جمهور
  https://www.jomhornews.com