مېرکل:

د افغانستان د بحران د حل له پاره طالبانو سره خبرې مهمې دي

20 سرطان 1395 ساعت 11:31

د المان لومړۍ وزیرې انګیلا مېرکل د وارسا په غونډه کې ویلي، چې د افغانستان د ستونزې د حل له پاره طالبانو سره خبرې اترې مهمې دي.


د المان لومړۍ وزیرې انګیلا مېرکل د وارسا په غونډه کې ویلي، چې د افغانستان د ستونزې د حل له پاره طالبانو سره خبرې اترې مهمې دي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې اغلې مېرکل په خپلو خبرو کې زیاته کړې، چې په همدې اساس باید له طالبانو سره خبرو ته لومړیتوب ورکړل شي.
هغې ویلي، چې د افغان حکومت او طالبانو خبرې خامخا پایله ورکولی شي، خو په وینا یې په دې شرط چې دواړه خواوې همدا په افغانستان کې د سولې او ثبات د ټينګښت لار وګڼي.
مېرکل پر داسې مهال دغه څرګندونې کوي، چې افغان ولسمشر محمد اشرف غني په همدې غونډه کې وویل، چې د افغانستان د سولې خبرې ځکه ناکامې شوې، چې پاکستان په دې برخه کې په خپلو کړو ژمنو وفا ونه کړه.
د ښاغلي غني په خبره پاکستان لا هم د ښو او بدو طالبانو پر پالیسۍ باوري دی، نو ځکه د نړیوالې ټولنې له لوري د هغه څه د تطبیق غوښتونکي دی، چې په څلور اړخیزه غونډو کې موافقه پرې شوې ده.
باید وویل شي افغان حکومت اوس هم وایي، چې د سولې دوازې یې د افغاني وسله والو پر مخ خلاصې دي، خو په وینا یې تر څو پاکستان په دې برخه کې صادقانه او عملي ګامونه نه وي اخیستي، د سولې خبرې اترې بې ګتې دي.
جمهورآژانس:کابل


کد مطلب: 82236

آدرس مطلب: https://www.jomhornews.com/fa/news/82236/

جمهور
  https://www.jomhornews.com